غزه کې د حمـ.ـاس تونلونو اسراییلی اشغالګرو ته لوی سرخوږی جوړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بی بی سی فارسی رسنۍ چې یو خبریال او کمره مین یې غزې تونلونو ته ورغلی وایی، د غزې په لر و بر کې د حـ.ـماس د تونلو شبکې د اسراییلی اشغالګر پوځ د ځمکنیو عملیاتو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی.

د دوی په وینا حـ.ـماس جنګیالی له دې تونلو څخه پر اسراییلی اشغالګرو د چریکی بریدونو لپاره په لویه پیمانه کار اخلی.

نړیوالې رسنۍ وایی، چې اسراییلی اشغالګرو د ځمکنیو او هوایی بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو بې دفاع فلسطینیانو شمېر نږدې ۲۲ زرو ته رسېدلی او ۵۷ زره نور بې دفاع وګړی ژوبل شوی دی.

د رسنیو له قوله د اسراییلی اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کې ګڼو اسراییلی پوځیانو ته هم مرګ – ژوبله اوښتې او په البریج، نصیرات، مغازی او د خان یونس سیمو په ډېری استقامتونو کې یې شا تګ ته اړ کړی دی.

د اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو په ډیپلوماتیک ډګر کې د اسراییل کلک ملاتړ کړی او دغو اشغالګرو ته یې د وسلو اکمالات اوس هم روان ساتلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.