کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر د تېرو درې نیمو میاشتو جګړې پر مهال د اسراییلو له لوری د ترسره شویو بشر ضد جرمونو په اړه معلومات خپاره کړی.
د اوکتوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د صهیونیستی رژیم پوځیانو د ۷۰ زره ټنه بمونو په غورځولو ۱۹ ډوله د بشریت ضد جنایتونه تر سره کړی دی.
د TRT د راپور پر اساس په دې موده کې اشغالګرو ځواکونو نږدې ۳۰ زره بې دفاع ولسی وګړی وژلی، چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دی.
دغو اشغالګرو ۲ زره ۶ سوه عام فلسطینی وګړی هم نیولی، چې ورسره د بشر ضد او ظالمانه چارو د کولو راپورونه ورکړل شوی.
د دغې جګړې له مخې ۲ میلیونه وګړی د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوی او اشغالګرو په زرګونو ځله ښځو او ماشومانو څخه د جامو په وېستلو هغوی ته سپکاوی کړی دی.
اسراییل چې ټوله غزه، په ځانګړې توګه په شمالی برخه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې، لوږه د وسلې په توګه کاروی او الزیتون، شیخ رضوان، النصر او المغازی مهاجر کډوالو کمپ یې په سیمه کې د سپر په توګه کارولی دی.
د غزې حکومت زیاته کړې، چې تر دې دمه کابو ۳۰۰ میلیونه نغدې پیسې، سره زر، زیورات او نور قیمتی شیان د فلسطینیانو د تېښتې یا توقیف پر مهال د هغوی له کورونو او یا د فلسطین له ادارو څخه غلا شوی دی.
اشغالګرو ځواکونو په دې جګړه کې تر ۵۰۰ زیات جوماتونه او کلیساګانې، له ۳۰۰ څخه زیات پوهنتونونه او ښوونځی، له ۳۶۰ زرو زیات د استوګنې کورونه، تر ۲۰۰ ډېر د زرګونه کاله تاریخ لرونکې سیمې او د غزې ۳۵ روغتونونو څخه ۳۱ روغتونونه یې ړنګ کړی دی.
اسراییلی اشغالګرو په همدې موده کې پر ملکی سیمو ۷۰ زره ټنه ممنوع فاسفورس او کلسټر بمونه غورځولی، چې لویې سیمې یې ویجاړې کړې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ