معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د فلسطیني وګړو د مړینې کچه له ۳۵ زره کسانو څخه واوښته

غزه کې د فلسطیني وګړو د مړینې کچه له ۳۵ زره کسانو څخه واوښته

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې روغتیايي چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو بې دفاع فلسطیني وګړو شمېر له ۳۵ زرو څخه واوښت.

په راپور کې ویل شوي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ ۶۳ فلسطینیان وژلي او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړي، چې په دې سره د تېر اکټوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ د جګړې له وروستي پړاو راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۵زره او د ټپیانو شمېر ۷۸زره ۷۵۵ ته رسېدلی دی.

دغه راپور یادونه کړې، یو شمېر قربانیان لاهم تر خاورو لاندې دي، چې امبولانس او د ملکي دفاع عملې نشي کولی، دوی ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې له یو میلیون څخه ډېر بې ځایه شوي ولسي فلسطینیانو په رفح کې د پناه په لټه کې دي، چېرې چې د اړتیا وړ توکو؛ لکه: اوبو، خوراکي توکو او طبي پاملرنې کمبود له امله سخت بشري بحران رامنځته شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس