کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې روغتیایی چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو بې دفاع فلسطینی وګړو شمېر له ۳۵ زرو څخه واوښت.
په راپور کې ویل شوی، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ ۶۳ فلسطینیان وژلی او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړی، چې په دې سره د تېر اکټوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ د جګړې له وروستی پړاو راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۵زره او د ټپیانو شمېر ۷۸زره ۷۵۵ ته رسېدلی دی.
دغه راپور یادونه کړې، یو شمېر قربانیان لاهم تر خاورو لاندې دی، چې امبولانس او د ملکی دفاع عملې نشی کولی، دوی ته رسېدنه وکړی.
د یادونې وړ ده چې له یو میلیون څخه ډېر بې ځایه شوی ولسی فلسطینیانو په رفح کې د پناه په لټه کې دی، چېرې چې د اړتیا وړ توکو؛ لکه: اوبو، خوراکی توکو او طبی پاملرنې کمبود له امله سخت بشری بحران رامنځته شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ