ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی کابل ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صهونیستی رژیم پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې تازه یې دوه پوځیان د غزې تړانګې په څنډو کې وژل شوی او ۵ نور یې ژوبل شوی دی.
د TRT خبری اژانس لخوا د اسراییلو د پوځ د اعلامیې له مخې ویل شوی، چې په دې وژل شویو او ټپی پوځیانو سره د اکتوبر له ۷مې د صهونیستی رژیم د وژل شویو پوځیانو رسمی شمېر ۵۰۵ او د ټپیانو شمیر یې ۲ زره ۱۸۰ تنو ته پورته شوی.
د اسراییلی اشغالګرو او حـ.ـماس جهادی غورځنګ ترمنځ په غزې تړانګه کې د پیل شوې جګړې څه باندې درې میاشتې تېریږی، چې په کې اسراییلی پوځ د هوایی او ځمکنی بریدونو په ترڅ کې نږدې ۲۲ زره بې دفاع فلسطینی وګړی وژلی او په لسګونه زره نور یې ژوبل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ