کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلی، چې د اسراییلی اشغالګرو روانو بریدونو له امله د وژل شویو بې دفاع ولسی وګړو شمېر ۲۶ نیم زره تنو څخه اوښتی دی.
دغې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې څه باندې ۶۵ زره نور خلک د دغو بریدنو له امله ټپیان شوی دی.
که څه هم اسراییلی اشغالګرو پر غزې د خپلو بریدونو د دوام خبر ورکړی، خو دغلته د پاریس په کوربتوب د اوربند ټینګښت لپاره هڅې روانې دی.
اسوشېټېډپرېس او نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پاریس غونډې اجنډا پر هغې طرحې بحث دی، چې د دوه میاشتنی اوربند په بدل کې د یرغمل شویو خلکو خلاصون وشی.
د حـ.ـماس جنګیالیو ویلی، چې اسراییلی اشغالګرو کې په ټولو استقامتونو کې له شاتګ او ماتې سره مخ کړی.
د دغې ډلې د ویاند په وینا اسراییلی اشغالګر تر درنو تلفاتو وروسته پر ولسی وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، خو په خبره یې چې نړیوال پر دغو بشری ضد جنایتونو سترګې پټې کړی دی.
.ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ