کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې په جنوب کې اسراییلی اشغالګرو هغه مسلمانان یو وار بیا په نښه کړی، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره ټول شوی وو.
د الجزیرې تلوېزیون د راپور پر اساس په یاد برید کې ۶ تنه شهیدان او ۸۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روژې مبارکې میاشتې په دوام کې هم د غزې په بېلابېلو سیمو د اسراییلی اشغالګرو هوایی بریدونه دوام لری.
د یو بل خبر له مخې په البریج سیمه کې هم اسراییلی اشغالګرو یو کور په نښه کړی، چې په لړ کې یې د یوې کورنۍ ۹ تنه شهیدان شوی دی.
بلخوا د فلسطینی مقاومت ډلو لخوا په غزه کې د جګړې په مختلفو نقطو کې د اسراییلی اشغالګرو پرضد پراخ بریدونه روان دی.
تازه د اسراییلی پوځ یو قومندان أومر کوهین رسنیو ته ویلی، چې د غزې په خان یونس سیمه کې له پراخ مقاومت سره مخ دی او په وینا یې په دې سیمه کې حـ.ـماس په ډېر مهارت او ستر ځواک سره جګړه پرمخ بیایی.
له بل پلوه په یمن کې د حوثیانو ډلې هم د اسراییلی، امریکایی او بریتانوی بېړۍ او کښتیو پر ضد توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی او تازه یې یوه امریکایی جنګی بېړۍ په بالستیک توغندی ویشتلې ده.
د ۱۶۱ ورځو راهیسې اسراییلو په غزه کې د وحشتونو لړۍ پیل کړې چې د یادو وحشتونو په لړ کې د امریکا، بریتانیې، فرانسې او ځینو نورو غربی هېوادونو اسراییلیان له پراخ ملاتړ او بې سارې مرستو څخه برخمن کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ