غزه کې ۲۰ اسراییلی سرتېرو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فلسطین د اسـ ـلامی مـ ـقاومت غورځنګ “حـ ـماس” پوځی څانګې الـ ـقسام ویلی، چې تېره ورځ یې په دوو جلا بریدونو کې شلو اسراییلی سرتېرو ته مرګ – ژوبله اړولې.

د سرچینې په وینا، د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په سیمه کې د طیبه جومات ته څېرمه د لسو صهیونی سرتېرو پر پلی ځواک برید کې ټول وژل شوی یا ټپیان شوی دی.

القـ ـسام زیاته کړې، چې د غزې شمال لویدیځ کې د التوام په سیمه کې یې هم د صهیونی سرتېرو بله لس کسیزه ډله په پرسونل ضد توغندی په نښه کړې، چې په نتیجه کې یې ټول مړه یا ژوبل شوی دی.

دغه راز د الـ  ـقسام مـ  ـجاهدینو د بیت لاهیا په الحطبیه سړک کې د “میرکافاه ۴” ټانک په نښه او له منځه وړی دی.

د القسام په وینا، سـ ـرایا القدس سره په ګډه یې د نتساریم تنګی کې د دښـ ـمن د ولکې یو مرکز د هاوان مرمیو په وسیله په نښه کړی دی.

اسراییلی لوری لا تر دې دمه د خپلو تلفاتو د کچې په تړاو رسنیو ته څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.