کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر عربی رسنیو ویلی، هغه دوه تنه نښه ویشتونکی امریکایی سرتیری چې پنځه ورځې وړاندې د اسراییلو په ملاتړ غزې ته د حمـ.ـاس جنګیالو سره د جګړې لپاره تللی وو، ووژل شول.
د عبرانی سرچینو په وینا دا دوه نښه ویشتونکی چې د غزې په شمال کې وژل شوی، یو یې “دفیر بارزانی” او بل یې “وینون تمیر” نومیږی.
دوی پنځه ورځې وړاندې د حماس پر وړاندې جګړه کې د ګډون لپاره د امریکا له تکزاس ایالت څخه غزې ته تللی وو.
د حمـ.ـاس جنګیالیو ویاند په تازه څرګندونو کې ویلی، چې د غزې په شمال او جنوب کې د څو کمینونو په ترڅ کې ګڼ نور اسراییلی پوځیان هم وژلی او ژوبل کړی دی.
نوموړی په دغو څرګندونو کې ویلی، چې جنګیالیو یې اسراییلی پوځیان په غزه کې له کلکې ماتې سره مخ کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ