غزې ته د بشری مرستو لومړۍ بېړۍ ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشری مرستو لومړۍ بېړۍ چې خوراکی توکی لېږدوی، غزې ته رسېدلې ده.

د فرانسې خبری آژانس د راپور پر اساس د اسپانیا د غیر دولتی موسسې “اوپن ارمز” بېړۍ له ۲۰۰ ټنو خوراکی توکو سره پرون سهار مهال د غزې ښار سواحلو ته رسېدلې ده.

دغه مرستې په داسې حال کې غزې ته رسیږی، چې ملګرو ملتونو په پرلپسې ډول په سیمه او په ځانګړې توګه د غزې په شمالی برخه کې چې دا مهال تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړی په کې ژوند کوی، د پراخې قحطۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

غزې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندری دهلیز پرانیستل د حماس او اسراییل د جګړې له اغېزه د ملکی خلکو د ژغورنې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.