کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې ټلوېزیون تازه د اسراییلو دفاع وزارت د پوځیانو د درملنې ادارې له قوله ویلی، چې له حماس سره په جګړو کې ټپی شوی ۵۰ سلنه اسراییلی پوځیان له روانی ناروغیو کړیږی.
تر دې وړاندې الجزیرې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په میاشت کې دغه کچه ۱۸ سلنه یاده کړې وه، خو دا مهال چې له هماغه وخته شاوخوا ۱۵ میاشتې وتلې، د صهیونېست ټپی پوځیانو په منځ کې د روانی ناروغیو له امله د کړېدلو کچه اوس ۵۰ سلنه ته لوړه شوې ده.
عربی رسنیو د اسراییلو دفاع وزارت د سرچینو له قوله زیاته کړې، چې یاد وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راپدېخوا ۱۶ زره هغه پوځیان چې په جګړو کې ټپیان شوی، درملنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې هم کره راپورونه و، چې اسراییلی پوځیان جګړه کې د وېرې له امله د ماموریت په ځای زندان ته ترجیح ورکوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ