غلام خان بندر کې یو ټیلر بې‌ کېفیته جوار بېرته پاکستان ته مسترد شول

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)

د ګهبځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت غلام خان بندر نباتی قرنطین مدیریت مسوولینو ویلی، چې پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې‌ کېفیته جوارو د واردېدو مخه یې نیولې او بېرته یې پاکستان ته مسترد کړی دی.

د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتی مسوول امیر جان ایوبی ویلی، دغه جوار د غلام خان بندر د نباتی قرنطین مسوولینو له لوری د دقیقې معاینې وروسته رد او پاکستان ته بېرته واستول شول.

د نباتی قرنطین مسوولین ټینګار کوی، چې د کرنیزو محصولاتو د کېفیت کنټرول ته ژمن دی او د بې‌ کېفیته وارداتو مخنیوی ته به دوام ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.