ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د غوری فابریکې مسوولین وایی چې د دغې فابریکې فعالیتونه پراخ شوی دی او دوی یې د چارو د لا ښه مدیریت لپاره هڅې کوی.
د غوری سیمنټو فابریکې فنی مرستیال ویلی چې د دوی په تولیداتو کې ډېروالی راغلی دی او په خبره یې په ورځ کې د شاوخوا ۳۰ زره خلطو سیمنټو د تولید وړتیا لری، چې ۱۵۰۰ ټنه کېږی.
دی زیاتوی چې دوی د فابریکې د تولید ډېرولو لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده چې وکړی شی افغانستان له دې اړخه تر یوې کچې پر ځان بسیا کړی.
غوری په بغلان کې د سمنټو د تولید یوازینۍ کورنۍ فابریکه ده چې سیمنټ یې له ښه کیفیت برخمن دی او حکومت ژمنه کړې چې ددغه فابریکې د لا ښه تولید او پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزه هڅه کوی.
گهیځ