کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ د قلعه ګهر په کلی کې یوه ۲۲ کلنه مېرمنه د خپل خاوند له لوری په ډزو وژل شوې ده.
د غور امنیې قوماندانۍ هم دغه پېښه تایید کړې ده. دوی ویلی، چې یاده پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
راپورونه وایی، چې تر پېښې وروسته یاد کس د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی او دمګړۍ ترې پوښتنې_ګروېګنې روانې دی.
که څه هم څه مودې د کورنی تاوتریخوالی اړوند دغه ډول پېښو کمښت موندلی و، خو دې وروستیو کې یې بیا ځل د ډېرېدو راپورونه ورکول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ