غور کې ټرافیکی پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایت امنیتی مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکی پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې. د یاد ولایت امنیې قومندانۍ ویلی، دغه پېښه د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په چشمه سفید سیمه کې د یوه پلنکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د روغتیایی مسوولینو په وینا دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنو ژوند بایللی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوی دی.

د دوی په وینا ټپیان د درملنې په موخه ولایتی روغتون کې دی، چې د ډېری ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ دی.

د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکی ستونزه ښودل شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.