معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فاریاب کې خلکو پوهنې ریاست ته ۲۰ جریب ځمکه وقف کړې

فاریاب کې خلکو پوهنې ریاست ته ۲۰ جریب ځمکه وقف کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فاریاب پوهنې رییس ويلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو د ښوونځيو جوړولو په موخه شل جریبه ځمکه په وړیا ډول دغه ریاست ته ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د متوازن پرمختګ، تضمین کېفیت او ښوونیزې اسانتیاوې په برخه کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست لازیات ملاتړ ته اړتیا لري.

بل لور د فاریاب اوسېدونکو ويلي، د پوهنیز بهیر ملاتړ او زده کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دوی د دغو هڅو موخه پخپلو سیمو کې د پوهنې پياوړتیا، غربت او بې سوادۍ کچې ټیټول ګڼي.

د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ دغه ولایت کې ۴۹۸ ښوونځيو لمنځه ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نه لري او له ۸۲ زره زیات زده کوونکي د ونو تر سیوري لاندې، کرايي کورونو، جوماتونو  او یاهم په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس