کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فاریاب پوهنې رییس ویلی، چې د دغه ولایت اوسېدونکو د ښوونځیو جوړولو په موخه شل جریبه ځمکه په وړیا ډول دغه ریاست ته ورکړې ده.
نوموړی زیاته کړې، د متوازن پرمختګ، تضمین کېفیت او ښوونیزې اسانتیاوې په برخه کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست لازیات ملاتړ ته اړتیا لری.
بل لور د فاریاب اوسېدونکو ویلی، د پوهنیز بهیر ملاتړ او زده کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
دوی د دغو هڅو موخه پخپلو سیمو کې د پوهنې پیاوړتیا، غربت او بې سوادۍ کچې ټیټول ګڼی.
د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ دغه ولایت کې ۴۹۸ ښوونځیو لمنځه ۱۵۵ ښوونځی ودانۍ نه لری او له ۸۲ زره زیات زده کوونکی د ونو تر سیوری لاندې، کرایی کورونو، جوماتونو او یاهم په پرانیستې فضا کې زده کړې کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ