معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډ‌ون دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د فاریاب ولایت د ټرافیکو ریاست د حوادثو مدیر احمد فهیم کوهي وايي، چې په ټپیانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یاد ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی و.
په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د خرابو لارو او موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس