کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه مړه شوی او پنځه نور ټپیان دی.
د فاریاب ولایت د ټرافیکو ریاست د حوادثو مدیر احمد فهیم کوهی وایی، چې په ټپیانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یاد ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د ترافیکی پېښې له امله یو تن وژل شوی و.
په هېواد کې ډېری ترافیکی پېښې د خرابو لارو او موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ