کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوی او شپږ تنه نور ژوبل دی.
د خبر پر بنسټ یاده پېښه د جوزجان درزاب ولسوالۍ په کوتل کبوترخان سړک باندې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
مسوولین وایی، چې مړو شویو کې دوه ماشومان او یوه مېرمنه هم شامله ده.
ترافیکی مسوولینو د پېښې علت د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکی بې احتیاطی بللې ده
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ