کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه نېټه ده) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر حکومت استازی نصیر احمد فایق وایی، چې سږکال به هیڅوک هم د دې سازمان په عمومی غونډه کې د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړی.
هغه لیکلی، « افغانستان او میانمار د هغه هوکړې له مخې چې تېر کال په عمومی اسامبلۍ کې وشوه او خبرې یې ونه کړې؛ سږکال به هم په هماغه توګه افغانستان او میانمار په عمومی اسامبلۍ کې خبرې ونه کړی.»
خو نوموړی د ځان په اړه تمه و ښوده، چې د دغه سازمان په عمومی غونډه کې به ګډون او خبرې وکړی.
دا غونډه به د روانې میلادی سپټمبر میاشتې په ۲۷ نېټه جوړه شی او ویل کېږی چې چې د بحث محور به یې هم د افغانستان وضعیت وی.
پر افغانستان د ا.ا د ولکې یو کال بشپړ شو خو لا هم په ملګرو ملتونو کې له بیا بیا غوښتنو سربېره د افغانستان څوکۍ نوی حکومت ته نه ده سپارل شوې. تېر کال هم د دغه سازمان په عمومی غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالی پاتې شوې وه.
تاز یو ځل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ هم په ملګرو ملتونو کې اوسنی حکومت ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د بې بنسټه اندېښنو د ختمولو لپاره دا چاره ګټوره ده.
گهیځ