معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فرانسې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل

فرانسې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د غزې په جګړه کې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل.

د فرانسې ولسمشر دې پرېکړې د اسراییلو د لومړي وزیر غصه راپارولې.

بنیامین نتنیاهو د فرانسې ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، د جګړې پر مهال اسراییلو ته د فرانسې د وسلو نه ورکولو پرېکړه به تر جګړې وروسته فرانسې ته د شرم وړ ټکی وي.

 فرانسې په داسې مهال اسراییلو ته د وسلو نه ورکولو پرېکړه کړې، چې اسراییل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسي.

د اسراییلو لومړي وزیر په دې هېواد د تېرې اونۍ د ایران توغندیز برید ته ځواب خپل حق ګڼلی او د سخت ګواز ورکولو ګواښ یې کړی، خو ایران بیا دې بریدونو ته وار دمخه د چمتووالی خبر ورکړی او ویلي یي دي، چې که اسراییل کوم حرکت وکړي تر دې دردوونکی ځواب به وویني.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس