کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د غزې په جګړه کې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل.
د فرانسې ولسمشر دې پرېکړې د اسراییلو د لومړی وزیر غصه راپارولې.
بنیامین نتنیاهو د فرانسې ولسمشر ته په خطاب کې ویلی، د جګړې پر مهال اسراییلو ته د فرانسې د وسلو نه ورکولو پرېکړه به تر جګړې وروسته فرانسې ته د شرم وړ ټکی وی.
فرانسې په داسې مهال اسراییلو ته د وسلو نه ورکولو پرېکړه کړې، چې اسراییل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسی.
د اسراییلو لومړی وزیر په دې هېواد د تېرې اونۍ د ایران توغندیز برید ته ځواب خپل حق ګڼلی او د سخت ګواز ورکولو ګواښ یې کړی، خو ایران بیا دې بریدونو ته وار دمخه د چمتووالی خبر ورکړی او ویلی یی دی، چې که اسراییل کوم حرکت وکړی تر دې دردوونکی ځواب به ووینی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ