کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د فراه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست له لوری د اوبو د ۱۱ کوچنیو بندونو رغینزې چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ د یادو بندونو د رغنیزو چارو د پرانیستې پر مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلی، دغه ۱۱ کوچنی بندونه د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د دغه وزارت له بودیجې څخه د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کیږی، چې له ډلې یې د ۲ بندونو رغنیزې چارې پیل شوې.
نوموړی همدارنګه زیاته کړې، چې یاد بندونه د بارانی اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په موخه جوړیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ