معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د بې کېفیته تېلو ډک ۱۳ نور ټانکرونه بېرته ایران ته وګرځول شول

فراه کې د بې کېفیته تېلو ډک ۱۳ نور ټانکرونه بېرته ایران ته وګرځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۱۳ ټانکره، چې د سټنډرډ ملي ادارې یې تېل بې کېفیته ثابت کړي وو، بېرته ګاونډي هېواد ایران ته ولېږل شول.
د دوی په خبره دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کېفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته دې باکېفیته توکي وارد کړي او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي، کنه په خبره یې چې قانوني چلند به ورسره وکړي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران او ترکمنستان هېوادونو ته ګرځول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس