کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت کې د شیخ ابو نصر فراهی بندر له لارې ۱۳ ټانکره، چې د سټنډرډ ملی ادارې یې تېل بې کېفیته ثابت کړی وو، بېرته ګاونډی هېواد ایران ته ولېږل شول.
د دوی په خبره دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کېفیته تېلو د واردولو مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی دی.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتی، چې هېواد ته دې باکېفیته توکی وارد کړی او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړی، کنه په خبره یې چې قانونی چلند به ورسره وکړی.
هېره دې نه وی چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران او ترکمنستان هېوادونو ته ګرځول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ