کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د یو کرولا موټر او ټراکتور د ټکر له امله یو کس مړ شوی او درې نور سخت ټپیان دی.
د فراه ولایت امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلی، ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
د امنیې قومندانۍ د ویاند په خبره د پېښې په تړاو د کرولا موټر چلوونکی نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د فراه رود ولسوالۍ د روغتیایی مرکز مسوول ویلی، د پېښې ټپیان یاد مرکز ته وروړل شوی وو، چې له لومړنۍ درملنې وروسته هرات ته واستول شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ