کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۸ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ځایی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنو ژوند بایللی او پنځه نور ژوبل دی.
د مسوولینو په وینا، مړه شوی کسان د دریو کورنیو غړی وو، چې د تفرېح لپاره غره ته تللی وو، خو ناڅاپی سېلاب راوتلی او دوی یې له ځان سره وړی دی.
بل لور، د هلمند ولایت په موسیٰ قلعه، ګرشک او باباجی ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یوې ښځې او دوو نارینه وو په کې ژوند بایللی دی.
ځایی مسوولینو ویلی، د ژغورنې ډلې یې سیمو ته استولی او د پېښې د لا زیاتو جزیاتو په اړه به وروسته بشپړ معلومات شریک شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ