معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوي

فراه کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایتي چارواکو ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې دغه ولایت کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۵ پراختیایی پروژو چارې پیل شوې دي.

د چارواکو په خبره، له دغو ۴۵ پروژو ۹ یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د فراه د اقتصاد رییس ویلي، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت ۴۵ پراختیایي پروژې په لاره اچولې دي.

له دې جملې ۹ پروژې بشپړې شوي او پر ۳۶ لویو او کوچنیو پروژو کار روان دی.

هغه ویلي، فراه ولایت کې د ترسره کېدونکو پروژو باید سمه ارزونه وشي.

د بخش آباد بند فراه کې تر ټولو ستره پروژه ده چې اوس مهال پرې کار روان دی.

دغه بند د ۱۳۶۰ میلیونه مټره مکعبه اوبو او ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس