کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایتی چارواکو ویلی، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې دغه ولایت کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۵ پراختیایی پروژو چارې پیل شوې دی.
د چارواکو په خبره، له دغو ۴۵ پروژو ۹ یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دی.
د فراه د اقتصاد رییس ویلی، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت ۴۵ پراختیایی پروژې په لاره اچولې دی.
له دې جملې ۹ پروژې بشپړې شوی او پر ۳۶ لویو او کوچنیو پروژو کار روان دی.
هغه ویلی، فراه ولایت کې د ترسره کېدونکو پروژو باید سمه ارزونه وشی.
د بخش آباد بند فراه کې تر ټولو ستره پروژه ده چې اوس مهال پرې کار روان دی.
دغه بند د ۱۳۶۰ میلیونه مټره مکعبه اوبو او ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ