فراه کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت ویلی، چې د فراه په ابو نصر فراهی ګمرک کې د ۷۱ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد وزارت ویلی، د دې پروژې مالی لګښت له پراختیایی بودیجې څخه تمویلیږی، چې چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شی.

مسوولینو ویلی، چې هر هنګر به د ۵ زره مټریک ټنه توکو د زېرمه کولو ظرفیت ولری، چې د سوداګرو لپاره به د سوداګریزو توکو د خوندی ساتلو په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړی.

د مالیې وزارت چارواکو زیاته کړې، چې د دې هنګرونو په جوړېدو سره به د صادراتو او وارداتو پروسه نوره هم اسانه او سوداګرو ته به د ګمرکی چارو په تنظیم کې لا زیات سهولتونه رامنځته شی.

بل لور د فراه سوداګرۍ خونې مسوولین هم دې پروژې ته خوښ دی او هیله لری، چې دا ډول بنسټیزې پروژې به د هېواد اقتصادی ودې ته ګټه ورسوی او د سیمې سوداګری به ورسره نوره هم پراخه شی

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.