کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه کې د دولتی ځمکو د غصب د مخنیوی او بېرته راګرځولو کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې نږدې یو میلیون جریبه دولتی ځمکه له غصب څخه خلاصه او د غصب مخنیوی یې شوی.
د مسوولینو په خبره د غصب کمېسیون له رامنځته کېدو څخه تر دې مهاله د فراه په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۲۷۹ زره ۳۷۱ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې او د ۶۸۹ زره ۶۷۴ جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ټول هېواد کې سلګونه زره جریبه ځمکه له غصبه ګرځول شوې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ