کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه له ابونصر فراهی بندر څخه ۲۰ ټانکره وارد شوی بې کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوی دی.
د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهی د نورم او سټندرډ ملی ادارې آمر ویلی، چې د دغې ادارې له خوا ۲۰ ټانکره تېل چې له ایرانه وارد شوی وو، بېرته مسترد شول.
د نوموړی په خبره دغه تېل د ابونصر فراهی بندر له لارې بېرته ایران ته منتقل شوی دی.
د نورم او ستندرد ملی ادارې ویلی، هېچا ته اجازه نه ورکوی چې بې کېفیته توکی هېواد ته وارد کړی.
تر دې وړاندې هم یادې ادارې د بې کېفیته تېلو د مسترد کولو خبرونه ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ