فساد شتون په ننګرهار کې د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه ناکامه کړې
راپور: حضرت نبی نبی زاده
هېواد کې چې پر نشه یی توکو د روږدو کسانو شمېر له دوه نیم میلیونو اوړی، د دې شمېر ډېره برخه ننګرهار کې پر نشه یی توګو روږدی کسان تشکیلوی.
ګهیځ د خپلو باوری سرچینو د اطلاعاتو پرمټ موندلې، چې یو شمېر کسان د ځینو مافیایی کړیو په ملتیا رڼا ورځ کې د نشه یی توکو پر پلور بوخت دی. له همدې امله د جلال اباد ښار په عامه پارکونو او واټونو کې او آن د ولایت په سل مترۍ کې په لسګونه روږدی کسان پرته له کومې وېرې پوډر، شیشه او نور نشه یی توکی کاروی.
د دې ښار له تلاشۍ څلور لارې نیولې، د انګور باغ تر څلورلارې او بیا د جلال اباد ښار په نورو ځایونو کې، ډله – ډله تنکی ځوانان د سړک پر سر، چې عام وګړی او دولتی چارواکی ورته په رڼو سترګو ګوری، خپلې ځوانۍ د نشه یی توکو پر لوګیو سېځی.
همدغه روږدی کسان د خپلو نشه یی توکو د پېرلو لپاره ډېری وخت غلاوې او آن شوکې کوی، څو پیسې ترلاسه او ځان ته پرې نشه وپېری.
ننګرهار کې پر نشه یی توکو روږدی کسان وایی، هر ډول نشه یی توکی ورته په ډېرې اسانۍ د ښار په هره سیمه کې پیدا کېږی.
د دوی له ډلې نظرګل وایی:
((پوډر، شیشه او نور مخدره توکی موږ ته په ډېرې اسانۍ د ښار په منځ کې پیدا کېږی. چرس او سګرټ خو بېخی عادی خبره ده. یا هټۍ وی او یا هم د سړک پر سر ناست کس، خو موندلو کې یې هېڅ ستونزه نشته. همدا اوس که تاسو ماسره زما په څېر حالت کې لاړ شئ، خپله به یې په ډېرې اسانۍ ترلاسه کړئ. ډېر کله د شپې ناوخته ځانګړی کسان وی چې موټرونو کې ښه ډېر نشه یی توکی راوړی او بیا یې دا نور کسان د ورځې پر موږ باندې پلوری.))
په داسې حال کې چې حکومت د نشه یی توکو پر وړاندې د جدی مبارزې خبره کوی، خو په عمل کې بیا په ازاد ډول د نشه یی توکو دا ډول خرڅېدنه د دې لامل شوې، چې دغه ولایت کې ورځ تر بلې پر نشه یی توکو د روږدو کسانو شمېر زیاتیږی.
د پوهنتون استاد او دینی عالم عتیق الله ثاقب د معتادینو د ډېروالی لامل د دغې برخې پر وړاندې مبارزه کې د فساد شتون یادوی.
دی وایی:
((د ننګرهار ولایت مقام په سل مترۍ کې دا پر نشه روږدی ځوانان چارواکی نه وینی؟ دا چې په ډېر بد حال په نشو اخته دی. معلومه خبره ده. د دوی پر دغې کړنې د فساد شتون له امله سترګې پټیږی، له همدې امله پرې حکومتی چارواکی چوپه خوله دی او د مخنیوی لپاره یې اقدام نه کوی.))
ولسی وګړی په دې باور دی چې د فساد له امله نشه یی توکو ته د خلکو اسانه لاسرسی کولی شی، په چټکۍ سره د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راولی.
د دوی په خبره د امیر شهید او سراج العمارت باغونو کې د پخوا په پرتله پر نشه یی توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی، چې له امله یې ګڼې امنیتی او ټولنیزې ستونزې راولاړې شوې دی.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی او یو تن محصل عبدالحمید وایی، یادو پارکونو ته ډېری محصلین د مطالعې لپاره راځی، خو اوس دغه پارکونه د نشه یانو پر مرکزونو بدل شوی، چې محصلین ترې د مطالعې لپاره له ګټې اخېستنې بې برخې دی.
د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی صلاح الدین وایی:
((د روږدو کسانو شتون یوازې تر ښاره پورې نه دی محدود. د ښار په څنډو د بهسودو او درونټې په مېله ځایونو کې هم د دوی ډېرښت خلک تر پوزې راوستی. د ښار په هره سیمه کې د نشه یی توکو ترلاسه کول عادی خبره ګرځېدلې.))
پر نشه یی توکو د روږدو کسانو کورنۍ بیا په دې برخه کې امنیتی او روغتیایی مسؤولین ګرم بولی. د دوی په وینا ښار کې په ډاډه زړه د نشه یی توکو پلور روان دی، خو چارواکی پرې سترګې پټوی.
د دغو روږدو کسانو له ډلې د یوه روږدی پلار د هویت پټ ساتلو په شرط وایی:
((دلته یوه مافیایی کړۍ ده. خپل-خپلوان او ملګری یې همدې امنیتی برخو کې په لوړو څوکیو ګمارل شوی. یا یې لوړپوړی امنیتی چارواکی د څو روپیو په بدل کې خپل کړی او کرار خپل تجارت کوی. د هغوی یې پرې څه؟ احساس خو نه لری چې د دغو نشه یی توکو په پلور سره به یو ځوان پسې تړلې کورنۍ بې سرپرسته شی. د یو کس او کورنۍ په هیلو به خاورې واوړی. زما د زوی دوه لوڼې او یو زوی د خپل پلار روغ لیدو په ارمان دی. پلار یې ټوله ورځ په سپېرو خاورو کې د سړک پر غاړه نشه پروت وی. لمسی مې بهر له ماشومانو سره لوبې نشی کولی. خلک ورته پېغور ورکوی. د پوډری زوی یې بولی. څه وکړم؟ څو وار مې د معتادینو روغتون ته بوتلو، خو تر رغېدو وروسته دغې بد بوټی ته اسانه لاسرسی رانه بیا ځل پوډری کړ. نور مې زړه ترې مات دی. کله چې ښار ته ځم. د سړک پر غاړه یې د نشه یانو منځ کې لټوم. زما د زوی په شان نورې ډېرې ځوانۍ دی چې دغو نشو خاورې ایرې کړې. له سترګو مې اوښکې ورته روانې شی. لوی علت یې د یو څو پیسو په مقابل کې دغو نشه یی توکو پلور ته اجازه ورکوونکی امنیتی مسؤولین دی. دوی به خدای ته ځواب ورکړی. زموږ د مظلومانو آه به یې حتما یو ورځ وهی.))
بلخوا بیا په ننګرهارکې د معتادینو ۱۵۰ بستریز روغتون مشر ډاکټر محمد سمین ستانکزی وایی، د روغتون له جوړېدو راهیسې یې تر دا مهاله ۹ زره ۱۸۰ تنو ته درملنه کړې ده. د ده په خبره اوس هم دوی سره ۱۵ زره ۸ سوه ۵۸ روږدی کسان ثبت دی.
نوموړی وایی، که څه هم ننګرهار کې پر نشه یی توکو د روږدو کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو په وینا یې وضعیت ته په کتو حتمی ده چې شمېر به یې زیات شوی وی، نو ځکه باید لوړ پوړی روغتیایی مسؤولین یاد روغتون ته پراخوالی ورکړی او امکانات ورته ډېر کړی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان بیا وایی، موږ په تېر یو نیم کال کې ۲۶ ټنه مختلف النوعه مخدره توکی سوځولی دی، ۱۹۶ تنه د نشه یی توکو قاچاقبران مو هم نیولی او قضایی ارګانونو ته مو ورپېژندلی دی.
نوموړی بیا د روږدو کسانو د زیات والی په اړه وایی، چې ۱۵۰ بستریز روغتون په ننګرهار کې دوی ته کفایت نه کوی، چې دې ته باید لا نوره پراختیا ورکړل شی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند برعکس په خلکو او کورنیو نیوکه لری چې د ده په خبره د رغېدلو روږدو کسانو په پالنه کې یې بې غوری کړې ده. نوموړی وایی:
((د کورنیو مسؤولیت په دې برخه کې زیات مؤثر دی، څو روږدی کس تر رغېدو وروسته تعقیب او وڅاری چې بیا ځل نشه یی توکو استعمال ته مخه نه کړی.))
په اسانه د نشه یی توکو د پلور په غبرګون کې نوموړی وایی:
((ولس دې د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه کې له امنیتی مسؤولینو سره همکاری لا ډېره کړی. په دې اړه دې اطلاعات له امنیتی مسؤولینو سره شریک کړی، څو دوی یې په اړه اجرات وکړی.))
بلخوا بیا په ننګرهار کې ټولنیز فعال او د نظر خاوند عبدالله صمیم پر امنیتی مسؤولینو نیوکه کوی چې د نشه یی توکو په منځه وړلو کې یې قاطع کار نه دی کړی. نوموړی تور پورې کوی چې د امنیتی مسؤولینو په منځ کې د ځینو فاسدو اشخاصو شتون له امله دغه مبارزه یواځې تر شعار پورې محدوده پاتې ده، چې په وینا یې عمل کې یې د کار هېڅ څرک نه لیدل کېږی.
دی زیاتوی:
((دلته څو مسایل دی. لومړی بې کاری ده. د ټولنې د وګړو او په ځانګړې ډول ځوان قشر لپاره داسې کوم منظم پلان نشته چې په اساس یې ځوانان په کارونو بوخت او له نشه یی توکو لرې پاتې شی. دوهم د لویو مافیایی کړیو تجارت دی. که د نشه یی توکو د پلور او استعمال مخه ونیول شی، معلومه خبره ده چې د دغو خلکو کاروبار په ټپه ودریږی او دوی به هېڅکله دغسې کار ته اجازه ورنه کړی.))
یو بل د نظر خاوند او ټولنیز فعال فضل الله عرفان هم په دې برخه کې امنیتی مسؤولین پړه او ملامته بولی. دا تور پورې کوی چې حکومت د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه کې بې غوره دی.
په جلال اباد ښار کې هټیوال محمود وایی:
((ګاونډی یې د پوډرو د قاچاق پرمهال لاس په لاس نیول شوی ؤ، خو د دوو میاشتو بند وروسته د پیسو په بدل کې بېرته له بند څخه خلاص او اوس ازاد ګرځی.))
نوموړی وایی، په خپلو سترګو یې لیدلی چې لوړپوړی دولتی چارواکی د دغه پخوانی قاچاق کوونکی سره تګ – راتګ لری او ناسته ولاړه ورسره کوی.
اساسی پوښتنه دا ده چې پوډریان پوډر له کوم ادرسه ترلاسه کوی؟
له پرلپسې دوو میاشتو سختو پلټنو وروسته په دې وتوانېدو چې جلال اباد ښار انګور باغ سیمه کې د پوډرو اصلی پلورنځی پیدا کړو او په اړه یې خپل راپور بشپړ کړو.
د پوډرو یاد پلورنځی د انګورباغ چوک مخامخ له چهل متره سړک اخوا د زید بن ثابت رضی الله عنه مسجد ترڅنګ چې په ژیړ مسجد مشهور دی موقعیت لری. په دغه سیمه کې د سړک پر غاړه خام کور کې یوه ډله کسان په ډله – ډله پوډریانو باندې په رڼا ورځ پوډر پلوری، په داسې حال کې چې له دغې سیمې څو قدمه هاخوا د عدلیې ریاست او د حوادثو ریاست ترڅنک د ملی امنیت یوه حوزه هم شتون لری.
د یادې سیمې یو تن اوسېدونکی جمیل وایی:
((په رڼا ورځ لوکسو موټرونو کې دغه کور ته کسان پوډر ښکته کوی او بیا یې یوه بله ډله خلک پر پوډریانو باندې پلوری. موږ هم د لا پلټنې او څېړنې په خاطر څو ساعته په دغه سیمه کې تم شو او په خپلو سترګو مو ولیدل، چې ډله – ډله ځوانان د سړک پر سر دغه خام کور ته ورځی او د پیسو په بدل کې ترې پوډر ترلاسه کوی.))
له دې علاوه د انګورباغ له څلورلاری پورته د نهر پر غاړه ډېری نشه یان په رڼا ورځ له شته غرفو او دوکانونو پوډر رانیسی او په رڼا ورځ د حکومت تر سترګو لاندې دغه سیمه کې پوډر پلوری.
پر پوډرو روږدی رحمان ګل وایی، هره ورځ پوډر د نهر غاړې له غرفو ترلاسه کوی او هلته په عام بازار کې پلورل کېږی، هغه نیوکه وکړه چې دولت د پوډرو اصلی سرچینی نه وچوی، بلکې پر ځای یې دلته دوی پسې راخېستی او ځغلوی یې.
هڅه مو وکړه په ننګرهار کې پر نشه یی توکو د روږدو کسانو دقیق ارقام ترلاسه کړو، خو په دې اړه اړوندو مسوولینو سره د کره ارقامو نشتون له امله بریالی نه شو.
نړیواله ټولنه او افغان دولت له کلونو راهیسې هڅه کوی چې د نشه یی توکو په وړاندې مبارزه وکړی، خو تر اوسه دغې مبارزې کومه پرېکنده پایله نه ده ورکړې.
گهیځ