معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / فلسطینیان په غزه کې اوبو ته له لاسرسي محروم شوي

فلسطینیان په غزه کې اوبو ته له لاسرسي محروم شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، فلسطینیان له تېر کال راهیسې غزه کې اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

د دې سازمان په وینا، اسراییلي چارواکو په قصدي ډول فلسطینیان د اوبو، ګازو او برېښنا له اسانتیاوو محروم کړي دي.

تېره ورځ دې ادارې پر اېکس پاڼې یو ویډیویي پیغام کې د اسراییلو دغه کړنې د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې په توګه غندلې دي.

یاد سازمان ویلي، د غزې نل لیکې او برېښنا لینونه قصداً ویجاړ شوي، چې د سیمې د اوسېدونکو روغتیايي وضعیت یې خراب کړی دی.

راپور زیاتوي چې په غزه کې د ساري ناروغیو خپرېدل زیات شوي او زرګونه کسانو ته یې مرګ‌- ژوبله اړولې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالو غوښتي، چې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره فوري او اغېزناک ګامونه پورته کړي او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس