کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشری حقونو د څار سازمان ویلی، فلسطینیان له تېر کال راهیسې غزه کې اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لری.
د دې سازمان په وینا، اسراییلی چارواکو په قصدی ډول فلسطینیان د اوبو، ګازو او برېښنا له اسانتیاوو محروم کړی دی.
تېره ورځ دې ادارې پر اېکس پاڼې یو ویډیویی پیغام کې د اسراییلو دغه کړنې د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې په توګه غندلې دی.
یاد سازمان ویلی، د غزې نل لیکې او برېښنا لینونه قصداً ویجاړ شوی، چې د سیمې د اوسېدونکو روغتیایی وضعیت یې خراب کړی دی.
راپور زیاتوی چې په غزه کې د ساری ناروغیو خپرېدل زیات شوی او زرګونه کسانو ته یې مرګ- ژوبله اړولې ده.
د بشری حقونو د څار سازمان له نړیوالو غوښتی، چې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوی لپاره فوری او اغېزناک ګامونه پورته کړی او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ