فلسطین د امت هغه ناسور زخم چې رښتینی غمخوار نه لری!

متأسفانه پدې شپو ورځو کې د نړۍ د مسلمانانو لومړۍ قبله فلسطین د خونړۍ جګړې په لمبو کې سوزی، د اسراییلو وحشی یرغلګر ځواک د نړیوال استعمار په مستقیم ملاتړ او همکارۍ پر فلسطینی مظلومانو هغه ناتار جوړ کړی چې د نړۍ په کچه یې ساری نه لیدل کېږی او هغه کړنې هلته ترسره کوی چې انسان او انسانیت پرې شرمېږی.

د رسنیزو راپورونو تر مخه پر غزه باندې د اسراییلی یرغلګرو شدت موندلی او د غزې په سویل کې یې د رفح پر سرحدی سیمه خپل بریدونه پراخ کړی او د غزې د نورو سیمو په شان یې دلته هم د وحشت او بربریت توره ورځ جوړه کړې ده.

د رفح سرحدی سیمه چې د غزې په سویل کې له مصر سره په پوله پروت دی هغه ځای دی چې په تېره څه موده کې د غزې د تړانګې په نورو سیمو کې د اسراییلی وحشت او بربریت څخه په تنګ راغلی او ځپل شوی فلسطینیانو دلته پناه اخیستې وه او ډېر ګومان نه کېده چې اسراییلی یرغلګر پوځونه به د جګړې لیکه دلته هم را وغزوی او د جګړو له لمبو څخه مظلوم فلسطینیان به دلته هم د آرام ساه اخیستلو ته پرېنږدی.

اسراییلی یرغلګر ځواکونه پر مظلومو فلسطینیانو د خپل ناتار په ترڅ کې په څرګنده هر ډول نړیوال قوانین او بشر دوستانه موازین تر پښو لاندې کوی، نه یوازې د عامو فلسطینیانو کورونه او جونګړې ور ړنګوی چې آن په پوره سپین سترګۍ او د امریکایی نیواکګرو تر سرپرستۍ لاندې د فلسطینیانو روغتونونه او صحی مرکزونه په نښه کوی او نه پرېږدی چې د دوی د جوړ کړی وحشت او بربریت په پایله کې ټپی شوی مظلوم فلسطینیان آن له لومړنیو روغتیایی مرستو هم برخمن شی.

بل خوا پر غزې باندې د اسراییلی یرغلګرو دا وحشت پداسې حال کې روان دی چې عام نړیوال او د نړۍ ټول اسلامی ملکونه یې په اړه چوپه خوله ناست دی او آن ځینی عربی او اسلامی هېوادونه متأسفانه د پردې شاته د صهیونیستی رژیم مرسته او ملاتړ هم کوی او پدې بهانه چې په غزه کې د حماس غورځنګ جګړه پیل کړې په ویښو سترګو د مظلومو فلسطینیانو دغه قتل عام ته ګوری او بس.

پرته له شکه د نړۍ په مسلمانانو کې او د اسلامی امت تر منځ داسې جریانونه هم شته چې د نړیوال استکبار له هر ډول بندیزونو او ګواښونو سره سره تر خپل وس او توان پورې د مظلومو فلسطینیانو د ملاتړ هڅې کوی او که نور څه نه وی د خپل سیاسی غبرګون په ښودلو یا مظلومو فلسطینیانو ته د بشری مرستو د رسولو په هلوځلو بوخت دی چې په خپل ځای د ستاینې وړ کار دی خو مظلومو او جګړه ځپلیو فلسطینیانو ته د نړۍ د مسلمانانو د دغه مرستو د رسېدو په لار کې بیا هم نه یوازې اسراییلی یرغلګر ځواکونه چې آن د لویدیځې نړۍ استعماری هېوادونه؛ لکه: امریکا او انګلیس خنډ واقع کېږی.

پدې منځ کې اسراییلی یرغلګر او د دوی ځینی لویدیځوال او عرب ملاتړو چې کله ولیدل د ټول وحشت او بربریت سره سره یې هم د فلسطینیانو مقاومت ختم نشو کړای، په ظاهره د فلسطینیانو سره د مرستې په نامه یو ځل بیا د مؤقت اوربند غږونه پورته کړل خو په مقابل کې یې د حماس غورځنګ د عامو فلسطینی وګړو د رښتینی مدافع په توګه د اوربند لپاره د ټولو فلسطینی اسیرانو د خوشی کولو، له غزې څخه د ټولو اسراییلی یرغلګرو د وتلو، د غزې د ورانو شویو ودانیو د رغونې او په بهرنیو هېوادو کې د فلسطینی ټپیانو د درملنې شرطونه کېښودل چې اسراییلی یرغلګر او د دوی لویدیځ ملاتړی یې هم چوپه خوله کېنول.

پر فلسطینی مظلومو مسلمانانو د اسراییلو د دغه وحشت او بربریت په وړاندې د لویدیځو استعماری قوتونو دغه وحشت او بربریت که یوې خواته په یو ویشتمه زېږدیزه سلیزه کې د بشری حقونو د درواغجنو مدافعینو څېرې عامو نړیوالو ته ښې بربنډې کړې نو بل اړخ ته یې د ځینو عربی او اسلامی هېوادو هغه حاکمې مزدورې څېرې هم ښې بربنډې کړې چې تل د لویدیځوالو او په تېره امریکا ډول ته نڅېدلی او پر مظلومو مسلمانو ولسونو د خپل ناروا اقتدار د ټینګ ساتلو لپاره یې لکه اوبو وړی افراد هر ځګ او هر خس او خاشاک ته لاس اچولی دی.

پر مظلومو فلسطینیانو د اسراییلی وحشت او جنایت دغه څپو وښوده چې اسلامی امت او اسلامی هېوادونه که تر دې زیات هم تمه لری چې په نړۍ کې به د لویدیځو یا ختیزو لویو هېوادو مشران د درد او مصیبت پر وخت د دوی تر څنګ و دریږی یا به د دوی له اسلامی عقیدې او خپلواکۍ په لار کې ورسره مرسته وکړی نو اشتباه کوی او دا کار ممکن ندی.

بل اړخ ته د مسلمانانو پر لومړۍ قبلې د اسراییلو یرغل او تر څنګ یې د امریکا او بریتانیا په څېر لویو استعماری قوتونو ودریدنې یو ځل بیا دا حقیقت څرګند کړ کفری نړۍ سره یوځای ده او په نړۍ کې د بشری حقونو او د ولسونو له خپلواکۍ څخه د دفاع نارې سورې د دې عصر تر ټولو لوی درواغ دی او ترڅو چې د نړۍ مسلمان ملتونه او پر اسلامی امت زړه سواندی ولسونه سره متحد نشی نو د اسلامی نړۍ به همدا حال وی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.