کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړیږي.
د خبر پر بنسټ، دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې – اترې وشي.
د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو هم خبرې وشي.
ټاکل شوې چې دې غونډه کې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره هم برخه واخلي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن هم په یادې غونډې کې د ګډون په موخه بشکیک ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/