قرغیزستان نن د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې کوربه دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپایی ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړیږی.

د خبر پر بنسټ، دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او بشری وضعیت په اړه خبرې – اترې وشی.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلی، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستی فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو هم خبرې وشی.

ټاکل شوې چې دې غونډه کې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره هم برخه واخلی.

افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن هم په یادې غونډې کې د ګډون په موخه بشکیک ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.