کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن ویلی، چې تر راتلونکې یوې اونۍ به په قرغیزستان کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شی.
د خبر پر بنسټ نېکلاسن کابل کې یوې خبری ناستې ته زیاته کړې، دغه غونډه د اروپایی ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ جوړیږی چې د افغانستان درې نږدې ګاونډی هېوادونه هم په کې ګډون لری.
د ده په وینا افغانستان ته تر راتګ وړاندې یې د سیمې څو نورو هېوادونو ته هم سفر کړی او د افغانستان په تړاو یې پر څو اړخیزو مسایلو ورسره خبرې کړې دی.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه دغه غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په تړاو څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ