معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي

قزاقستان افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې استازي ارمان یسین طائف د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي سره کتلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې دواړو لورو په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي او د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې استازي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په دې لیدنه کې د قزاقستان د مشهورو شرکتونو د معرفي کولو، له افغان لوري سره د دواړو هېوادونو له لارې د مالونو د ترانزیټ د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د سوداګرۍ ویزو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس