کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې استازی ارمان یسین طائف د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی سره کتلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې دواړو لورو په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دی او د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې استازی د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په دې لیدنه کې د قزاقستان د مشهورو شرکتونو د معرفی کولو، له افغان لوری سره د دواړو هېوادونو له لارې د مالونو د ترانزیټ د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د سوداګرۍ ویزو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ