معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

قزاقستان ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست  وزیر ويلي، د تېر ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د سږکال تر همدې میاشتې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوي، نو ځکه ورته له دغه هېواد سره د راکړې – ورکړې پراخول مهم دي.

د هغه په مشرۍ د سرپرست حکومت او خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی، پرون د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی، چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیزي.

عزیزي تر روانېدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، په پلاوي کې ورسره شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر دي او د افغان قزاق دوهمه ټولګه د قزاقستان په الماتا ښار کې د څلورو ورځو لپاره ترسره کوي.

په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې او نور صادرېدونکي توکي شامل وي.

عزیزي زیاته کړه هڅه کوي بانکي اړیکې هم ښې کړي او د باکېفیته انټرنټ د ترلاسه کولو قراردادونو ته هم لار هواره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس