کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلی، د تېر ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د سږکال تر همدې میاشتې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوی، نو ځکه ورته له دغه هېواد سره د راکړې – ورکړې پراخول مهم دی.
د هغه په مشرۍ د سرپرست حکومت او خصوصی سکټور یو ګډ پلاوی، پرون د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی، چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیزی.
عزیزی تر روانېدو مخکې د کابل په هوایی ډګر کې خبریالانو ته وویل، په پلاوی کې ورسره شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر دی او د افغان قزاق دوهمه ټولګه د قزاقستان په الماتا ښار کې د څلورو ورځو لپاره ترسره کوی.
په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتی ډبرې او نور صادرېدونکی توکی شامل وی.
عزیزی زیاته کړه هڅه کوی بانکی اړیکې هم ښې کړی او د باکېفیته انټرنټ د ترلاسه کولو قراردادونو ته هم لار هواره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ