معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان د هرات زلزله‌ ځپلو ته ۲۷ واګونه مرسته رالېږلې

قزاقستان د هرات زلزله‌ ځپلو ته ۲۷ واګونه مرسته رالېږلې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ ولایتي چارواکو ويلي، چې د هرات زلزله‌ ځپلو سره د مرستو په لړ کې د قزاقستان د بشردوستانه مرستو یوه جوپه دغه ولایت ته رسېدلې ده.
د بلخ مرستیال والي ویلي، دغه مرسته چې ۲۷ واګونه خوراکي او البسه توکي دي، تېره ورځ ناوخته د قزاقي چارواکو له‌ خوا د یاد ولایت حېرتان بندر کې افغان لوري ته وسپارل شوې.
بلخ کې چارواکو ته د یادو مرستو سپارلو پرمهال د قزاقستان استازي میرام اشخمنوف ویلي، دغه مرسته یې د یاد هېواد د ولسمشر په لارښوونه د هرات زلزله‌ ځپلو ته د لاسنیوي لپاره افغانستان ته استولې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغو مرستو کې اوړه، غوړي، شیدې، جامې، کمپلې، چپرکټ، وریجې او خېمې شاملې دي، چې په وینا یې، بلخ کې د سرپرست حکومت ته سپارل شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس