کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ ولایتی چارواکو ویلی، چې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې د قزاقستان د بشردوستانه مرستو یوه جوپه دغه ولایت ته رسېدلې ده.
د بلخ مرستیال والی ویلی، دغه مرسته چې ۲۷ واګونه خوراکی او البسه توکی دی، تېره ورځ ناوخته د قزاقی چارواکو له خوا د یاد ولایت حېرتان بندر کې افغان لوری ته وسپارل شوې.
بلخ کې چارواکو ته د یادو مرستو سپارلو پرمهال د قزاقستان استازی میرام اشخمنوف ویلی، دغه مرسته یې د یاد هېواد د ولسمشر په لارښوونه د هرات زلزله ځپلو ته د لاسنیوی لپاره افغانستان ته استولې دی.
نوموړی زیاته کړې چې دغو مرستو کې اوړه، غوړی، شیدې، جامې، کمپلې، چپرکټ، وریجې او خېمې شاملې دی، چې په وینا یې، بلخ کې د سرپرست حکومت ته سپارل شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ