کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۳):
د ژمی په را رسېدو سره قزاقستان هېواد د پکتیکا برمل او ګیان ولسوالۍ له یو شمېر اوسېدونکو سره د تودو جامو، کمپلو او د کور نورو اړینو توکو مرسته کړې.
د کډوالۍ په چارو کې د
ملګرو ملتو عالی کمېشنرۍ هم د قزاقستان هېواد د دغې مرستې ستاینه کړې ده.
دوی ویلی چې دا مرستې په داسې مهم وخت کې اړمنو ته رسیږی چې هوا ورځ تر بلې د سړېدو خواته روانه ده.
د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکی موده وړاندې د څو وارې شدیدې زلزلې له امله سخت زیانمن شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ