معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان وایي، روان زېږدیز کال یې تر ټولو ډېره بشري مرسته له افغانستان سره کړې

قزاقستان وایي، روان زېږدیز کال یې تر ټولو ډېره بشري مرسته له افغانستان سره کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د قزاقستان د کازینفورم خبري آژانس خبر ورکړی، چې قزاقستان په روان زېږدیز کال کې ټولټال د ۳۱۰ میلیارده ټینګې په اندازه بشري مرسته له تاجکستان، افغانستان او قرغزستان سره کړې ده.

د راپور پر بنسټ، استانه له افغانستان سره د ۲۱۶ میلیارده ټینګې په اندازه چې شاوخوا ۴۷۲ میلیون امریکایي ډالر کیږي، بشري مرسته کړې ده.

له تاجکستان سره د دې هېواد د مرستو اندازه څه باندې ۷۷ میلیارد ټینګې او له قرغزستان سره یې د څه باندې ۱۶ میلیارده ټینګې مرسته ښودلې ده.

قزاقستان د هرات له زلزله ځپلو سره هم د شاوخوا ۱۶ سوه ۵۹ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته چې د غنمو، وريجو، غوړیو، شیدو، کمپلو او جامو مرسته کړې وه، چې د رېلګاډي پټلۍ له لارې په ۱۷ واګونونو کې افغانستان ته لېږل شوې وې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس