قزاقستان وایی، روان زېږدیز کال یې تر ټولو ډېره بشری مرسته له افغانستان سره کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د قزاقستان د کازینفورم خبری آژانس خبر ورکړی، چې قزاقستان په روان زېږدیز کال کې ټولټال د ۳۱۰ میلیارده ټینګې په اندازه بشری مرسته له تاجکستان، افغانستان او قرغزستان سره کړې ده.

د راپور پر بنسټ، استانه له افغانستان سره د ۲۱۶ میلیارده ټینګې په اندازه چې شاوخوا ۴۷۲ میلیون امریکایی ډالر کیږی، بشری مرسته کړې ده.

له تاجکستان سره د دې هېواد د مرستو اندازه څه باندې ۷۷ میلیارد ټینګې او له قرغزستان سره یې د څه باندې ۱۶ میلیارده ټینګې مرسته ښودلې ده.

قزاقستان د هرات له زلزله ځپلو سره هم د شاوخوا ۱۶ سوه ۵۹ ټنه خوراکی او غیرخوراکی توکو مرسته چې د غنمو، وریجو، غوړیو، شیدو، کمپلو او جامو مرسته کړې وه، چې د رېلګاډی پټلۍ له لارې په ۱۷ واګونونو کې افغانستان ته لېږل شوې وې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.