ګهیځ: نن پنجشنبه (د سلواغېو ۲۸مه) قطر ژمنه کړې چې د خپل هېواد په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره به افغان زده کړیالانو ته سکالرشیپونه ورکړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې د قطر د ښوونیزو چارو استازی له امیرخان متقی سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د ښوونیزو وړتیاو د لوړولو لپاره به افغان زده کړیالانو ته بورسونه ورکړی.
دا نه دی ویل شوی چې قطر به څومره افغان محصلانو ته سکالرشیپ ورکړی.
گهیځ